افغان ورزشکارانو دجنوبي کوريا له سياليو څخه دژيړو يوازې يو مډال او د سپينو زرو يو مډال ترلاسه کړل .
کابل باختر د تلي پنځلسمه :
دافغانستان ورزشي کاروان په جنوبي کوريا کې د اسيايي سياليو له پاى ته رسيدو وروسته دژيړو له يوه مډال او دسپينو زرو له يوه مډال سره پرون هيواد ته راستون شو .
دالمپيک دملي کميټې لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. افغان ورزشکاران داسيايي المپيک دسياليو له اوولسمې دورې څخه چې دجنوبي کوريا په انچون ښار کې ترسره شوې د تکواندو په برخه کې دژيړو ديوه مډال او دکرکټ په برخه کې دسپينو زرو ديوه مډال په ترلاسه کولو سره پرون هيواد ته راستانه شول .
دغه سيالۍ دپنځه څلويښتو اسيايي هيوادونو دورزشکارانو په ګډون دروان ميلادي کال دسپتمبر دمياشتې له نولسمې نيټې څخه پيل شوې وې چې پنځلس ورځې يې دوام وکړ .