کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون له بهر مېشتي افغان لیکوال، ژورنالېست او سیاستوال زرغون شاه شینواري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې شینواري افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امن ټغر خپور شوی او د غصب، فساد، زورواکۍ او ناانډولۍ لمن ټوله شوې ده.
هغه وویل، دوی په بهر کې د یو شمېر نورو مېشتو افغان متخصصینو، لیکوالانو او پوهانو په ملتیا هڅه کوي له اسلامي امارت سره د بهر مېشتو افغانانو او هېوادونو د تعامل، اړیکو او همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان عیني شرايط او واقعیتونه له هغو سره ډېر توپیر لري، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې خلک له ټولنیزو شبکو او رسنیو څخه اوري.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زرغون شاه شینواري او د هغه ملګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د پوهانو، لیکوالانو او متخصصینو د نظرونو او وړاندیزونو هرکلی کوي.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو د پام وړ بنسټیز کارونه او پرمختګونه شوي او د اقتصادي پیاوړتیا او رفاه لپاره هم کار روان دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه همدارنګه ویلي چې له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او په تېرو څه باندې دووکلونو کې یې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی.