خبرونهTOPورزش

افغان لوبغاړي محمد نبي په شل اوریزو او پنځوس اووریزو لوبو کې د ټولچارو لوبغاړو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاري لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی دی.

د دغې شورا له لوري په اعلان شوې درجه بندۍ کې چې نن خپره شوې، په شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد نبي د ۲۳۱ نومرو په لرلو سره لومړی مقام ګټلی دی.

د شل اوریزو سیالیو په دې درجه‌ بندۍ کې د اسټرالیا سټونېس دویم او د سریلانکا ونېنډو‌هسرنګا درېیم مقام خپل کړی دی.

همدارنګه محمد نبي عیسی خېل په پنځوس اوریزو سیالیو کې هم د ۳۲۰ نومرو په لرلو سره په لومړي مقام کې ځای لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته