کابل، د وږي ۱۷مه، باختر
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې نن د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.
د یادې ادارې لوی رئيس مولوي احمدالله وثیق په دغه غونډه کې وویل چې د تېر يوه کال په موده کې د افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو په ۹۸ بهرنيو سياليو کې ګډون کړی، چې په پايله کې افغان لوبغاړو ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د سپينو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.
وثیق زیاته کړه، چې په ياده موده کې همدارنګه د هېواد پر کچه د بېلابېلو ورزشي څانګو ۴زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ ترسره شوې دي.
د نوموړي په وینا له اسيايي المپيکي سياليو څخه د ۵ مډالونو ګټل، نړيوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لاره پيدا کول، د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې له لوري د کافا سياليو اتلولي ګټل او د تکواندو ملي لوبډلې له لوري د G2 سياليو اتلولي ګټل د تېر کال مهمې لاسته راوړنې او د افغانستان د ورزش په تاريخ کې بې ساری پرمختګ دی.
مولوي احمدالله وثیق په دغه غونډه کې همدارنګه وویل چې دغه ریاست په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پنځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
په ورته وخت کې د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ویاند الله محمد اتل مشواڼي په یاده غونډه کې وویل چې په تېر یوه کال کې په ۳۵ فدراسیونونو کې ۱۹۱ لوبې څارل شوي او ۴۵۰ لوبغاړو ته د روزنیزو سمینارونو جوړولو ترڅنګ، اړینې سپارښتنې هم شوې دي.
مشواڼي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په هېواد کې د معیاري لوبغالو د جوړولو په موخه یې ګړندۍ هڅې پیل کړي او په راتلونکي کې به هېوادوال په دې برخه کې د مثبتو تغیراتو شاهدان واوسي.
د یادونې وړ ده، چې د نږدې ۵۲ فدراسیونونو څخه ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالیو ترسره کول، د ورزشي سیالیو لپاره بازارموندنه، په ولایتونو کې د ۲۷ لوبغالو د تسلیمۍ اخیستلو لړۍ تکمیلول، په بهرنیو سیالیو کې لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابرول او په ولایتونو کې د ورزشي ادارو هراړخیزه ارزونه د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ ریاست له راتلونکو مهمو پلانونو څخه ګڼل شوي دي.