افغان سوک وهونکې خپل تانزانيايي سيال ته ماتي ورکړه

کابل باختر د لړم لسمه
افغان سوک وهونکې حميد رحيمي د نړۍ په يوه حرفوي سيالۍ کې خپل پياوړي تانزانيايي سيال سعيد امبلوا ته  ماتې  ورکړه .
رحيمي په دې پرياليتوب سره  دسوک وهنې د نړيوال فدراسيون  د ډبليو بي   آ   د وزن داتلولي کمربند ترلاسه کړ .
دنړۍ دحرفوي سوک وهنې دغه ستره سيالۍ دلومړۍ ځل لپاره په کابل کې او د دوه زره تنو  ننداره کوونکو په وړاندې  ترسره شوه او په هغې کې  رحيمي وکولي شول په اووم پړاو کې خپل پياوړې سيال ته ماتې ورکړي .
  افغان سوک وهونکې له پيل څخه په سعيد امبلوا واکمن و ، او هرځلې يې په کلکو ګوزارونو سره خپل سيال په شاتګ ته  اړ کاوه .
په پاى کې  په اووم پړاو کې  مشهور تانزانيايي سوک وهونکې د ګوزارونو له امله  ونه کړاى شول چې لوبې ته دوام ورکړي او رحيمي ته تسليم شو .
  افغان سوک وهونکي حميد رحيمي تراوسه پوري يو ويشت نړيوالې سيالۍ ترسره کړي دي او په دې بريالي شوي دي چې په شلو سياليو کې خپلو سيالانو ته  ماتې ورکړي . خو تانزانيايي سوک وهونکي امبلوا په دوه ديرشو نړيوالو سياليو کې ګډون کړي دي او په هغو کې يې په نولسو کې  بريالي شوي دي  په اتو کې ماتې خوړلي او څلور برابر والې په خپلو  ورزشي  کارنامو کې لري .
موږ سوله غواړو تر عنوان لاندې دنړۍ  دسوک وهلو دغه سيالۍ دلومړۍ ځل لپاره  په افغانستان کې  ترسره شوه .
رحيمي  له دغه برياليتوب وروسته باختر اژانس ته وويل چې خپل برياليتوب  دخپلو هيوادوالو د هڅونې زيږنده بولي .
ده وويل  باور لري  يوازي ورزش کولي شي چې دافغانستان بيلابيل قشرونه  يو موټي کړي .
  د سوک وهنې دغه نړيواله سيالۍ دلويې جرګي په خيمه کې ترسره شوه او ويل کيږي چې ددغې سيالۍ دننداري په خاطر دګډون يو تکت تر پنځلسو زرو افغانيو پوري پلورل شوي و .
د نړۍ په دې  حرفوي سيالۍ کې  دافغانستان دسوک وهونکې له برياليتوب وروسته  ننداره کوونکو په سالون او له  هغه څخه بهر په خوشحالي لاس پوري  کړ او نورو افغانانو هم  دافغانستان او دنړۍ  په ګوټ ګوټ کې ددغه برياليتوب له امله جشن جوړ کړ .
رحيمي اته ويشت کلن دى او له خپلې کورني سره  په المان کې ژوند کوي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته