افغان سرحدي ځواکونو په افغانستان د پاکستاني الوتکو د تجاوز په غبرګون کې ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د مقابل لوري پوځي مرکزونه په نښه کړي
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د افغانستان په خاوره د پاکستاني الوتکو د تجاوز په غبرګون کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مقابل لوري د مرکزونو په نښه کولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې نن سهار د پاکستان کشفي او جنګي جېټ الوتکو یو ځل بیا د تیري کوونکي اقدام په ترڅ کې د افغانستان خاورې ته ننوتې، چې د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو په کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامی امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
د ملي دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.