ټولنه

افغان زيارت کوونکو په مدينه منوره کې په هيوادکې د سولې او د ملي وحدت د تامينولو په خاطر دعا وکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په سلګونو افغان زيارت کوونکو نن د مدينې منورې ښار ته څېرمه د امات او جبل امات په غره کې په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسيدو، د ملي يو والى د زيات تامينولو او د خلکو د مصيبتونو د کمښت په خاطر دعا وکړه.
دغو زيارت کوونکو په امات غره کې چې د احد غره ته څېرمه موقعيت لري؛ غونډه وکړه او په مدينه منوره کې د افغاني بعثه د حج د مناسکو د رييس مولوي محفوظ له خوا د احد غزا په باب دوى ته معلومات ورکړل شول.
له مدينې منورې څخه د باختر آژانس د خبريال سيد حبيب سادات د خبرله مخې: د احد غزا د هجرت په دريم کال د مسلمانانو او مشرکينو ترمنځ رامنځته شوه .
د اسلامي نړۍ په دغې تاريخي سيمه کې څه دپاسه زره تنه افغاني زيارت کوونکي راټول شوي وو او په حضوع او خشوع سره يې د الله (ج) دربارته د دعا لاسونه پورته کړل او زموږ د خلکو د خير او فلاح د جګړې د پاى ته رسيدو او د افغانستان د خلکو او د ټول مسلمه امت د سوکالى او پرمختګ هيله وکړه.
په مدينه منوره کې د حج د بعثه مسوولين وايي چې افغان زيارت کوونکي مدينې منورې ته په مراجعې سره په ډله ييز ډول هغوى د دغو تاريخي سيمو ته وړي چې د اسلام له تاريخ او د  حضرت محمد مصطفى (ص) او درنو اصحابو په بډاى ژوند په بشپړ ډول خبرشي.
د بعثه د مسوولينو د څرګندونو له مخې: تر نن غرمې پورې يو زرو اووه سوه شپږ څلويښت (١٧٤٦ )  تنه افغاني زيارت کوونکي مدينې منورې ته رسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته