افغان حکومت د امریکا هغه پرېکړه وغندله، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر خلاف یې په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا هغه پرېکړه خواشينوونکې بللې او غندلې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوالې اجماع پر خلاف يې په غزه کې د اوربند پرېکړه ليک ويټو کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو هغه دريځ د خواشينۍ او غندنې وړ بولي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيوالې اجماع پر خلاف یې هغه پریکړه ‌لیک ويټو کړ، چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

سرچینې زیاته کړې، چې امريکا په دې توګه په غزه کې په روان ظلم کې ځان په ښکاره توګه شریک کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي، دا پرېکړه یو ځل بیا ښکاره کوي، چې د متحده ایالاتو حکومت نړیوال جوړښتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د بشري حقونو په ضد کاروي.

هغه زیاته کړې، د دې پرځای چې امریکا د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په فلسطین کې د جنګي جنایاتو مرتکبین وغندي او د خزانې وزارت تحریم لیست کې شامل کړي، دوی د اسلامي امارت څو نورو مسؤولینو باندې تحریم وضع کړ، چې ښيي امريکا د بشر حقونه د سياسي وسيلې په توګه کاروي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د هغو غړو هېوادونو دريځ ستايي، چې د صهیونستانو د روانو جنګي جنایتونو په وړاندې یې اصولي اجماع غوره کړې، د دائمي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین قضیې دائمي حل لارې ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې ټول بشریت د یوه لوبغاړي سياسي موخو برمته کړی د اوسني نړیوال نظم بې‌انصافه ماهیت ښکارندویي کوي، د بشري حقونو د مدعي جوړښتونو پاتې کمزوری اعتبار له منځه وړي او د عادلانه نړيوال نظم اړتیا په ډاګه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته