کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دهېواد دتکواندو دملي ټيم ورزشکارانودچين په کوربه توب دتکواندو له سياليو څخه دسروزرو يو مډال ، او دسپينو زرو يو مډال ترلاسه کړ .
دافغانستان دتکواندو فدراسيون مطبوعاتي مسوول ذبيح الله شهزاد نن باختراژانس ته وويل چې دچينا اوپن دتکواندو داتلوالى نړيوالې سيالۍ دنړى دشپاړلسو هېوادونو د ٤٧١ تنو ورزشکارانو په ګډون په چين کې ترسره شوې چې په هغو کې محسن رضايي بريالي شو چې دسرو زرومډآل ترلاسه کړي . او فرزاد منصوري دسپينو زرو مډال ترلاسه کړي .
دشهزاد دڅرګندونوله مخې ، افغان تکواندو کارانو په دغوسياليو کې په ښه برياليتوب سره دالمپيک په سياليو کې دګډون لپاره نږدې شول .
دافغانستان دتکواندو فدراسيون هيله لري چې افغان ورزشکاران د ٢٠٢٠کال دالمپيک په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړي .
مخکې له دې افغان تکواندو کار روح الله نيکپا بريالى شو ، د ٢٠٠٨ کال دپکن دالمپيک په سياليو کې اوپه ٢٠١٢کال کې دلندن په سياليو کې دتکواندو په څانګه کې دژيړو مډال ترلاسه کړي .
ختم_ ج _ اکرم