فرهنګ

افغان بيسيم له باختر اژانس سره دپنځوسو سيم کارتونو مرسته وکړه

 کابل باختر د وري  اوومه
  دافغان بيسيم شرکت دباختر اژانس له خبريالانوسره د پنځوسو  سيم کارتونو مرسته وکړه  چې په مياشتکې پنځه سوه افغاني وړيا  کريدت لري .
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې دغه مرسته د خبر رسولو دچارو دګړندې کولو په مقصد له رسنيو سره دافغان بيسيم شرکت دهمکاريو په لړ کې شوې ده .
باختر اژانس  دهيواد په ٣٤ ولايتونوکې نمايندګي لري هر استازي داړونده ولايت له کليو او بانډو څخه دخبرونو دراټولولو مسووليت لري .
د باختر اژانس مشرتابه  زياتره دغه سيم کارتونه په ولايتونو  دخپلو خبريالانو په واک کې ورکوي او دافغان بيسيم د شرکت دهمکاريو له امله مننه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته