امنیت

افغان امنيتي ځوا کو نو ته د ايساف دڅلورسوه اډو سپارل

کابلباخترد زمري ٢٢

د ايساف په پوځي ځوا کونو پورې اړوند څه نا څه څلور سوه اډې اوپو ستې افغان امنيتي ځوا کو نو ته سپارل شوى  اويا تړل شوي دي دباختراژانس دخبر له مخې، زيا تره دغه تاسيسات اواډې په هغو سيمو کې دي چې ټا کل شوې ده د هيواد د امنيت شورا د پريکړو له مخې دسږ کال تر پايه پورې ددغو سيمو امنيت افغان امنيتي ځوا کو نو ته وسپارل شي

 دامريکا يي ځوا کو نو د انجنيري واحد مسوول باين واقسن پرون په کابل کې خبريالا نو ته وويل ددغو تاسيسا تو د مسووليت ليږدونه يو مثبت ګام دى او ددې څرګندوى دى چې افغا نستان په خپلو پښو ددريدو په لور ګام پورته کوي

هغه تاسيسات چې تر او سه پورې افغان ځوا کو نو ته لږدول شوي دي او يا تړل شوي دي په ا مريکا يي ، فرانسوي اويا ايټالوى ځواکو نو پورې اړوند دي

په افغا نستان کې د ايساف تاسيسات اته سوه شلو ته رسيږي چې د تيرکال داکتو بر له مياشتې څخه تر اوسه پورې څلور سوه يې افغان ځوا کو نو ته ليږدول شوي دي اويا تړل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته