افغان امنيتي ځواکونو يولړ عمليات ترسره کړل .

کابل باختر د تلي اوولسمه :
دملي دفاع وزارت  دښه امنيت په تامينولو په خاطر دهيواد په ځينو ولايتونوکې  عمليات ترسره کړل .
  دملي دفاع وزارت د ويندوى  جنرال ظاهر عظيمي د څرګندونو له مخې ،  په اوس وخت کې په هيواد کې دښه امنيت دتامينولو په مقصد دملي اردو په مشري دخوست ولايت  دصبريو ، د دايکندي ولايت د ګيزاب ، دزابل ولايت  د شا جوي ، شهر صفا او ميزان ، دهلمند ولايت  دشورابک او سنګين ، دهرات ولايت دشينډنډ او دکندز ولايت  دامام صاحب دولسواليو او دارزګان ولايت  د ترينکوت ښار په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو له خوا ديارلس ګډ پلان شوي عمليات پيل شوي دي .
دغه عمليات چې دملي اردو له خوا رهبري او اجرا کيږي تراوسه پورې  له امله يې وسله والو مخالفينو ته  دسردروند زيان او زيات مالي تاوان اوښتى دى اويو شمير سيمې  دهغوى له شتون څخه پاکې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته