افغاني سرې میاشتې په هرات کې له سلګونو زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې له ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د زنده جان ولسوالۍ په سنګ سفید، قلعه قاضي، قصر شیرین، ګزه، کارېز سیدو، چشمه احمد بلند، استخوان چهل، کارېز سیدو، نو آباد او جګده سیمو له ۴۰۰ کورنیو سره د ترکیې د سرې میاشتې په همکارۍ د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغه مرسته کې هرې کورنۍ وریجې، بوره،  شین چای، لوبیا، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي او نور بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا په دې ولسوالۍ کې پر ٤٠٠ کورنيو د ترکيې د سرې مياشتې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته