خبرونهټولنهTOPروغتیا

افغاني سره میاشت د سوري زړه په رنځ اخته د لسګونه ماشومانو وړیا درملنه کوي

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې دریو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۷۸ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۸ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۸۳۱ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته