خبرونهنړۍ

افغانستان کې جنګي جنایت؛ اسټرالیایي قومندانانو څخه د ویاړ مډالونه بېرته اخیستل شوي

نړۍ، د وږي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسټرالیا هېواد دفاع وزیر ریچارډ مارلس نن پنجشنبې د دغه هېواد پارلمان ته په خبرو کې ویلي، چې د پوځ له هغو جګپوړو قومندانانو یې د ویاړ مډالونه بېرته اخیستي، چې افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال جنګي جنایتونه ترسره او یا هم په یو نه یو ډول یې لاس په کې درلود.
اسټرالیا په افغانستان کې د مات شوي ناټو سازمان په چوکاټ کې زرګونه سرتېري درلودل، چې ځینې هغه یې د خپل ماموریت پر مهال د ملکي افغانانو پر وژنه او نورو جنګي جرمونو ګرم بلل کیږي.
د اشغال پر مهال د اسټرالیا ترڅنګ د ځینو نورو هېوادونو پوځيانو هم ورته جرمونه ترسره کړي، خو لا هم د ځینو هېوادونه په دې اړه چپ دي او د دغو جنایتونو ترسره کوونکي نه محکمه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته