خبرونهورزش

افغانستان په کرکټ کې اسکاټلند ته ماتې ورکړه

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته  د چمتوالي په یوې تمریني سیالۍ کې د ۵۵ منډو په توپیراسکاټلند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې، ګلبدین نایب په دغه لوبه کې په ۳۰ توپونو ۶۹ منډې وکړې او غوره لوبغاړی وټاکل شو او د بالنګ  په برخه کې یې هم یوه ویکټه واخیسته.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ویست انډیز او امریکا په ګډ کوربه توب د نړۍ شلو لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د یادونې وړده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د سه شنبې په ورځ له یوګانډا سره ترسره کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته