سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

افغانستان په چټکۍ سره د بدلون په لور

د غبرګولي ۲۰ مه، باختر

تبصره

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي‌ او سويلي آسیا هېوادونو د چارو مشرې ډاکټره شازلینا زین العابدین د پورته لیکل شوي عنوان لاندې یوه تبصره کړې، چې کولالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت مرستیال شاهدالله رحیمي پښتو ته ژباړلې او باختر اژانس یې تر تاسو رسوي.

د هېوادونو د اغېزمنې پېژندنې او واقعیتونو د درک په برخه کې اړتیا ده، چې تجربه وشي او هېوادونه له نږدې وکتل شي، تر څو یې په اړه د پرېکړې کولو یا اټکل اړوند بشپړ ډاډ تر لاسه شي او مالیزیا یو له همدغو هېوادونو گڼل کېږي. 

د همدې موخې لپاره د مالیزیا د تخنیکي همکاریو پروگرام (MTCP) په دې هېواد کې د نرم ځواک د بریا لاره بلل کېږي.

 د دې پروگرام گډونوال د یوې ځانگړې موضوع په اړه له دوو څخه تر درې اونیو روزنیزې زده کړو ترلاسه کولو لپاره مالیزیا ته ورځي، د کورس د ترلاسه کولو تر څنگ له ځینو نامتو څېرو سره لیدنې کوي او له یو بل سره اړیکې جوړوي.

 دوی د ماليزيا ښکلا او څرنگوالی له نږدې ویني او له لیدلو سره یې د خوښۍ او حیرانتیا احساس کوي.

دا هغه ځانگړنه ده چې ډېری نور هېوادونه یې نه لري، په دې وروستیو کې ما یو بل هېواد وموند، چې باید د باور او حقيقت ترلاسه کولو په موخه له نږدې وکتل شي او هغه افغانستان دی.

که چېرې مونږ په هر هغه څه، چې د افغانستان په اړه ليکل شوي، باور کړی وای؛ نو مونږ بايد داسې فکر کړی وای، چې دا یوه داسې بې قانونه ځمکه ده، چې زورور په کې حقدار دی، جنگسالاران د خپلو مټو په زور واک چلوي او  افغان مېرمنې له دې وېرې ځانونه پټوي، چې ښکاره او ونه لیدل شي.

ماته دا امتیاز راکړل شو، څو د روان کال د اپریل میاشتې په پای کې کابل ته سفر وکړم، که رښتیا ووایم زه نه پوهیدم، چې څه تمه ولرم، که ما ځینو کیسو ته غوږ نېولای وای، شونې وه، چې زه به په دوبۍ کې پاتې شوې وم، خو زما تنده پر ما غالبه شوه او افغنستان ته ورغلم، دا یو داسې هېواد و، چې نه یوازې د یوه، بلکې د نړۍ د دوه سترو ځواکونو د جګړې ډګر و، خو هیچا ونه شو کولای دا هېواد تر خپل اغېز لاندې راولي او ویې نیسي، یا یې د جگړې د غنیمت په توگه تر واک لاندې راولي.

کابل مې لومړی ځل د سهار په ۹ بجو هغه مهال ولید، چې له الوتکې ښکته شوم، افغانستان د نورو پرمختلليو هېوادونو په څېر ښکارېده، نارینه د لارې په اوږدو کې خپلو دندو ته روان و، هلته مېرمنې وې چې خپل ماشومان يې تر لاسو نيولي وو او په کوڅو کې تېرېدلې چې ښایي خپل اولادونه به یې ښونځیو ته وړل، د موټرو گڼه گوڼه هم زیاته وه، ځکه هغه مهال د رسمياتو د پېل وخت و.

هېڅوک د چاودنې له وېرې ورخطا او په منډه نه ښکارېدل، درېشۍ درلودونکو ترافیکي پرسونل سره وسلې نه لیدل کېدې او مېرمنو عادي حجابونه او پړوني اغوستي‌ وو او هېڅ بورقه (چادري) په نظر رانغله.

ما په کابل کې له یوې اوونۍ څخه زیاته موده تېره کړه، له خلکو او چارواکو سره مې لیدنې وکړې؛ څو پوه شم، چې ولې داسې یوه ښکلې خاوره د ډېرو ننگونو سره مخ ده، زه هلته د څو شپو لپاره پاتې شوم څومره، د پاتې کېدو په ډېرو ورځو کې مې، په همغه کچه له ډېرو خلکو سره وکتل او ډېره ښه وپوهېدم، چې څنگه منفي روایتونه او داستانونه د یو هېواد اقتصادي پرمختگ ته زیان رسولی شي، په ځانگړې توگه کله، چې دا منفي کیسې په نړیواله کچه او په مشهورو رسنیو کې خپرې شي. هغه متل را یاد شي، چې (هیڅکله په هر ليکل شوي شي باور مه کوه).

دا د یو هیواد لپاره خورا ستره خبره ده، چې دوه څلوېښت کلنې جگړې، اشغال او بې ثباتۍ سره مقابله وکړي، زما سفر د طالبانو واک ته له رسېدو پوره ۹۶۶ ورځې وروسته و، او اوسمهال حکومت د سختو امنیتي تدابیرو په نیولو سره عادي حالت رامنځته کړی دی.

له شک پرته زه په ډاډ نه شم ویلی، چې په افغانستان کې ټولې چارې او هر څه سم دي، خو د شرایطو په نظر کې نیولو سره هرڅه د امکان تر بريده ښه دي. ډېر کارونه پاتې دي، چې بايد تر سره شي، د يو داسې هېواد لپاره ډېر څه باید وشي.

څنگه چې ډېری هېوادونو په گڼو برخو او سکتورونو کې له یاد هېواد سره د مرستې کولو وعدې کړې دي، اوس ننگونه دا ده چې په تېزۍ سره د بدلون څخه ډاډ تر لاسه شي، ډېر ځله يو هېواد ځکه رالوېدلی دی، چې په ډېر گړنديتوب خورا مخکې تللی، خو ډېر ځله يو هېواد ځکه وروسته پاتې شوی دی، چې د وخت سره یې بدلون نه دی کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته