اقتصاد

افغانستان په پنځو کلونوکې ٦٢ زره مټريک ټنه جلغوزې چين ته صادروي

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معين نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په راتلونکو پنځو کلونوکې ٦٢ زره مټريک ټنه جلغوزې چين ته صادرېږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معين حشمت الله غفوري وويل چې له چين سره د موافقې پر بنسټ افغانستان په پنځو کلونوکې د حيرتانو د اوسپنۍ پټلۍ له لارې د دوه اعشاريه دوه ميلياردو ډالرو په ارزښت ٦٢ زره مټريک ټنه جلغوزې چين ته صادروي.
هغه وويل چې تر حيرتانو بندره پورې د جلغوزو لېږدول د افغانستان د ترانسپورټ په غاړه دى.
هغه زياته کړه چې هرکال د جلغوزو توليدات فرق کوي او په منځني ډول په کال کې ٢٣ زره مټريک ټنه جلغوزې توليدېږي.
ټاکل شوې ده په پنځوکلونوکې ٦٢ زره مټريک ټنه جلغوزې په پنځوکلونوکې چين ته صادرې شي.
د هغه د څرګندونوله مخې: يو ټن جلغوزه په ٣٥ زره ډالره قرارداد شوې ده.
په دې خبري غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستيال عبدالباري صديقي د اوسپنې پټلۍ له لارې د جلغوزو د لېږدونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د جلغوزو لېږدول د هوايي دهليز په نسبت لږ لګښت لري. ځکه  د هوايي دهليز له لارې يو کيلو يو ډالر کرايه لري، په داسې حال کې چې د اوسپنې پټلۍ له لارې دغه لګښت ١٥ سنټه کمښت مومي.
هغه وويل: د اوسپنې پټلۍ اداره چين ته د جلغوزو پر لېږدونې ژمنه ده.
دغه راز په کنفرانس کې صديقي وويل چې د آقينه – اندخوى د ٣٠ کيلومترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ کار دوام لري.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته