خبرونهTOPورزش

افغانستان په فوټسال کې میانمار ته ۶-۱ ماتې ورکړه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار ملي لوبډلې ته د ۶-۱ په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د میانمار په کوربه توب نن ترسره شوه چې په کې د افغانستان لپاره امید قنبري، حسن حسیني، علي جعفري، سید مجتبی حسیني، فرزاد محمودي ګولونه ووهل.

له دې وړاندې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی و او د برونزو مډال یې ګټلی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته