روغتیا

افغانستان په اسيا – پاسفيک حوزه کې د ملاريا ناروغۍ د له منځه وړلو د شبکې غړى شو

کابل باختر د چنګاښ ٦مه
افغانستان په اسيا _ پاسفيک  حوزه کې دملاريا ناروغۍ  د له منځه وړلو شبکې غړيتوب ترلاسه کړ .
په هغه رسمي ليک کې چې د اسيا _ پاسفيک  پورډ له لوري د عامې روغتيا د وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په نامه لېږل شوى دى، په مبارکۍ سربېره پکې  ويل شوي دي ، چې په دې شبکه کې د افغانستان غړيتوب د تايلند په بانکوک ښار کې د دې  شبکې د غړو په وروستۍ  کلنۍ غونډه کې د تاييد  وړ ګرځيدلى دى .
په اسيا – پاسفيک  حوزه کې د ملاريا  ناروغۍ د له منځه  وړلو په  شبکه کې د افغانستان په ګډون شل هېوادونه او دغه راز يوشمېر معتبرې څېړنيزې  موسسې او نړيوال تطبيقوونکي شامل دي چې په اسيا _ پاسفيک  حوزه کې دملاريا د وژونکې  ناروغۍ د له  منځه وړلو لپاره فعاليت کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته