افغانستان له ایران څخه د اوکسیجن ډبي وپيرل
کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
د افغانستان دولت له ایران څخه د اوکسیجن ۴۲۰۰ ډبي پیرلي دي چې له هغه څخه۳۵۰۰ ډبي يې اوکسیجن لري هېواد ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د کرونا ویروس دریمه څپه مخ په لوړېدو ده، د ستونزو په زیاتېدوسره د اوکسیجن کمښت ناروغانو لپاره یوه جدي سرخوږى دى.
د هېواد د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د افغانستان دولت د اوکسیجن ۴۲۰۰ ډبي د ایران له دولت څخه پیرلي دي.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه کار په تهران کې د افغانستان سفارت د ګډوهلوځلو په پایله کې د هېواد د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو سره ترسره شوى دى او د اوکسیجن ۷۰۰ نورډبي هم ډيرژرهېواد ته لېږدول کېږي.
-ع