افغانستان له امريکا څخه وغوښتل چې دګوانتانامو په جيل کې افغان بنديان خپل هيواد ته بيرته راوليږي .
کابل باختر د ثور دوه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارووزارت له مرستيال ويليام برنز سره وکتل .
په دې کتنه کې چې پرون مازيګر په ارګ کې وشوه دواړو لورو دسولې دپروګرام دافغانستان او امريکاترمنځ دامنيتي موافقه ليک ، دګوانتانامو په جيل کې دافغان بنديانو،دافغانستان او پاکستان دسرحدي ځواکونوترمنځ دوروستيونښتو ، او دسيمه ئيزو مسئلو په اړوند خبرې وکړې .
دهيواد جمهور رييس چې پخوا يې هم دناټو دځواکونوله قوماندان جنرال دانفورداو دامريکا له سفير څخه غوښتي وو چې ددغه هيواد حکومت دې افغان بنديان چې دګوانتاموپه جيل کې بندي دي ، افغانستان ته وسپاري . دغه موضوع يې يوځل بيا دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره طرحه کړه او له هغه څخه يې وغوښتل چې دامريکا حکومت دګوانتانامو په جيل کې افغان بنديان ، خپل هيواد ته راوليږي .
حامدکرزي په دې کتنه کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې دامنيت تامينول چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دلاسليک کولو لپاره ډير مهم دى او دامريکا متحده ايالات بايد دافغانستان دسولې دپروګرام دبرياليتوب لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
دغه راز په دې کتنه کې دهيواد جمهور رييس د ډيورنډ دکرښې او دافغانستان او پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ دوروستيو نښتو په باب وويل چې افغانانو هيڅکله د ډيورنډ کرښه نه ده منلى او دپاکستان پرخلاف دافغانستان دخلکو ولولې په ګوشتې ولسوالۍ کې له وروستيو نښتو وروسته زيات راپاريدلي دي .
په مقابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم برنز په دې ترڅ کې چې دجمهور رييس اوبامانيکې هيلې يې حامدکرزي ته وړاندې کړې . وي ويل چې دامريکا متحده ايالات دافغانستان دسولې له بهير سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دى .
ده دافغان بنديانو دسپارلو په باب دافغانستان دغوښتنې په اړوند چې اوس دګوانتانامو په جيل کې شپې سبا کوي وويل چې دغه غوښتنه به دخپل هيواد له مقاماتو سره طرحه کړي .