سیاستخبرونهاقتصادTOP

افغانستان له ازبکستان سره د ۱.۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د پنځو کانونو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي

کابل، د وږي ۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له جملې څخه پنځه یې د کانونو په برخه کې دي چې ټولیز ارزښت یې ۱.۱۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د روان مالي کال د زمري/اسد په ۲۷مه، د ازبکستان د لومړي وزیر په مشرۍ راغلي لوړرتبه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ؛ د یادو هوکړه لیکونو له جملې څخه پنځه یې د کانونو په برخه کې (د افغان – تاجک نفتي حوزې د هایدرو کاربن کان جیولوژیکي سروې، په فاریاب کې د ۱۲۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید، د زابل په قندلان سیمه کې د مسو او سرو زرو کانونو جیولوژیکي سروې، د بامیانو په هیش سیمه کې د اوسپنې کان جیولوژیکي سروې او د فاریاب په طوطي میدان سیمه کې د ګازو او تېلو زېرمو جیوفزیکي او جیولوژیکي سروې) شاملې دي.
ټاکل شوې ده یادې پروژې د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو او همدا رنګه زابل او بامیانو کې پلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته