سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

افغانستان سره د اړیکو ساتلو ښه ادرس؛ ملګري ملتونه او غړي یې یو غوره فرصت له لاسه ورکوي

کابل، د تلې ۳ مه، باختر

تبصره

له کله نه چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی، ملګرو ملتونو سازمان په خپلو عمومي سرمشریزو کې د اسلامي امارت استازي ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې، هغه څه چې زیان یې نړۍ او د ملګرو ملتونو سازمان غړیو هېوادونو ته رسېږي.

دا چې روانه اونۍ د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د دغه سازمان کلنۍ ۷۹ مه سر مشریزه روانه ده او له افغانستان پرته د نورو ټولو هېوادونو مشران او استازي وربلل شوي او ښایي د ځینو هېوادونو مشران به د خپلو هېوادونو او نورې نړۍ سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي، خو دوی باید په دې پوه شي، چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازي په نه شتون کې د افغانستان په اړه خبرې کول بې مانا دي.

نړیوالې چارې د تعاملاتو پر اساس پر مخ ځي او دغه تعاملات باید یوه لاره او ادرس ولري، تر څو د نړۍ هېوادونه وکولی شي، خپلې ستونزې او لاسته راوړنې له یو او بل سره شریکې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دنده همدا ده، چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو برابرولو زمینه برابره کړي، خو لیدل کېږي، چې دغه سازمان په خپلې دنده کې پاتې راغلی او د دې پر ځای، چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د تعامل او اړیکو برابرولو لارې برابرې کړي او فضا لاپسې سختوي.

د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د افغانستان اسلامي امارت د استازي ګډون یو ښه فرصت دی، چې ملګري ملتونو سازمان یې باید زمینه برابره کړي، تر څو د کابل او نړۍ ترمنځ پر شته ټولو ستونزو د خبرو کولو او حل لارو برابرولو فرصت برابر شي.

افغانستان له سیاسي، اقتصادي، ستراتيژیک، جغرافیوي، تاریخي او نور اړخونو څخه ډېر ښه موقعیت کې ځای لري او د ټولې نړۍ ګټې ورپسې نښتې دي، نو په کار ده، چې ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره تعامل ته رامخته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته