خبرونهTOPورزش

افغانستان د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

کابل، د غبرګولي ١٥مه، باختر
د کریکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې د جام بریالی سفر پیل کړ.
د جام د دغې شپږمې لوبې پچه یوګانډا وګټله او د توپوهنې وار یې افغانستان ته ورکړ.
افغان لوري د پیلیز توپوهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د نیمه سلیزو پر مټ او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه، خو د یوګانډا توپوهونکو د افغان توپ اچونکو فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب‌الرحمن پر وړاندې پاتې راغلل او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۱۶ اورونو کې په ۵۸ منډو وسوځېده.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمن الله ګربز ۷۶ ډېرې منډې وکړې او په توپ اچونه کې بیا فضل الحق فاروقي ۵ لوبغاړي وسوځول، چې د غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
یوګانډا دغه لوبه د ۱۲۵ منډو په توپیر وبایلله.
تېر شپه بیا سویلي افریقا په خپل ګروپ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته