کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٩
د هيواد د واليبال ملي ټيم د آسيا د اتلوالۍ په سياليوکې دريم مقام وګاټه او د ژيړو يو مډال يې ترلاسه کړ.
د بدني روزنې او د ورزش د رياست د خپرونو مسوول سيدنصرت نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: د مرکزي زون لپاره د آسيايي واليبال د اتلوالۍ سيالۍ د روان ميلادي کال د مې د مياشتې له يوويشتمې نيټې څخه تر نهه ويشتمې نيټې پورې په بنګله ديش هيوادکې پيل شوې او د بوتان، قرغزستان، مالديف ، نيپال، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، بنګله ديش او د افغانستان ټيمونو پکې ګډون درلود.
په دغو سياليوکې افغانستان د دريم مقام په ګټلو سره د ژيړو مډال ترلاسه کړ.
دغه راز مالديف لومړى او ترکمنستان دويم مقامونه وګټل.
ديادونې وړ ده چې د هيواد د واليبال د ملي ټيم لوبغاړي پرون له غرمې وروسته هيواد ته راستانه شول.
0 1 دقیقه لوستل