امنیت

افغانستان دپيښور په پوځي ښوونځي دمرګاني بريد پنځه تنه عاملين ونيول

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
افغان پوځيانو دپيښور په پوځي ښوونځي دمرګاني تروريستي بريد پنځه تنه عاملين نيولي دي .
پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړ: دغه پنځه تنه پاکستاني تروريستان دهغو اطلاعاتو له مخې نيول شوي دي چې دآي اس آي رييس رضوان اختر کابل ته په خپل وروستي سفر کې دافغانستان دمقاماتو په واک کې ورکړي دي .
په پيښور ښار کې په يوه  پوځي ښوونځي ديوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو په بريد کې څه دپاسه  يوسلو پنځوس تنه چې زياتره يې زده کوونکي وو ، ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې: دافغان پوځيانو له خوا دغه پنځه تنه نيول شوي پاکستاني طالبان په پيښورکې په پوځي ښوونځي له شپږو تنو يرغلګرو سره په اړيکه کې و .
  پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړ چې ددغه هيواد داستخباراتو رييس  کابل ته په خپل وروستي سفر کې ددغو پنځو تنو تروريستانو دقيق استوګن ځاى دافغانستان مقاماتو ته په ډاګه کړى دى .
په افغانستان کې دپيښور په پوځي ښوونځي دمرګاني بريد دعاملينو دنيولو دقيق ځاى او وخت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى ؛خو ځينو رسنيو  خبر ورکړ چې دغه کسان ښايي دافغانستان په ختيځ کې  دډيورند کرښې ته څيرمه سيمو کې نيول شوي دي .
تراوسه پورې دافغانستان  نظامي او استخباراتي مقاماتو په دې باب  نظر نه دې څرګندکړى، داپه داسې حال کې ده چې  دپاکستاني طالبانو تحريک  په پيښور کې  په پوځي ښوونځي  دبريد مسووليت منلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته