نړۍ

افغانستان دپاکستان د وروستي تصميم هرکلى کوي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
افغانستان  په پاکستان کې  دحقاني دشبکې او دنورو تندلارو ډلو دفعاليتونو دبندولو په باب داسلام آباد دپريکړې  هرکلى کوي .
پاکستان تصميم لري دحقاني دشبکې   او دجماعت الدعوه  دډلې په  ګډون   دنورو لسو  تندلارو ډلو   فعاليتونه   په دغه هېواد کې بند کړي  .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني په دې باب له رسنيو سره  په خبروکې وويل  چې دپاکستان دغه شان اقدام کولاى شي  نه يوازې په  افغانستان بلکې په ټوله  سيمه کې دسولې اوثبات دټينګښت ضمانت وکړي .
امريکا هم  دپاکستان ددغه تصميم هرکلى کړى دى .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت  پرون وويل   چې دا کار په پاکستان کې دتروريستي فعاليتونو دله منځه وړلو لپاره يو مهم اقدام دى .
ټاکل شوې ده پاکستان په راتلوونکو ورځو کې  خپل دغه تصميم  په رسمي ډول اعلام  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته