امنیت

افغانستان دخپلو امنيتي ځواکونو په پياوړتيا باندې باور لري .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
يوشمير هيوادوالو له بهرنيو ځواکونوڅخه افغان امنيتي بنسټونو ته دامنيتي بنسټونو دليږدونې دبهير دبشپړتيا هرکلى وکړ او دغه ليږدونه يې د افغان ملت ستر وياړ وباله .
دوى وايي نن له بل هر وخت څخه زيات افغانان دخپلو امنيتي منسوبينو په ځواکمنۍ باندې باوري شوي دي او ددغو ځواکونو له خوا دافغانستان مستقلانه دفاع او دهيواد په ګوټ ګوټ کې د ډار اچوونکو بريدونو په وړاندې دريدو وښودله چې دوى په ديني ، هيوادنۍ او وګړنۍ انکيزې سره کولاى شي  دښمن دهيواد په هرځاى کې چې په تحرک لاس پورې کړي ، وځپي .
  دکابل ښار دنوې کارتې اوسيدونکې دباختراژانس خبريال ته وويل چې نن امنيتي مسووليتونه په بشپړه توګه دهيواد امنيتي منسوبينو ته وليږدول شول .
ده زياته کړه دايو ستر وياړ دى چې زموږ دخلکو په برخه شوى دى . عبدالمالک وويل چې نن نړيوالو ته ثابته شوه چې موږ افغانان دخپل هيواد ددفاع توان لرو اوکولاى شو چې په يوازيتوب سره دخپلې خاورې دفاع وکړو او يو ستر وياړ دى چې دلوى خداى ( ج )  په مهربانۍ او ددې هيواد دصديقو بچيانو په ميړانې  ، سرښندنې او ځان تيريدنې سره زموږ په برخه شوى دى .
دلغمان له ولايت څخه رحمن الله وايي نن چې امنيتي منسوبينو په مستقل ډول  اوپه بشپړه توګه دهيواد د ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ددفاع مسووليت په غاړه واخست له شک پرته ستر وياړ يې زموږ دهيواد او خلکو په برخه کړ  او لکه څنګه چې دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت په تشکيل کې دهيواد دټولو قومونو بچيان ونده  لري دغه وياړهم ددې هيواد په ټولو قومونو پورې اړه پيداکوي او امنيتي ځواکونه دټولو ديندارو او هيوادپالو خلکو ملاتړ له ځان سره لري .
دميدان وردګو ولايت اوسيدونکې سيد نادرشاه دباختراژانس خبريال ته وويل دغې پيښې ده ته دغرور احساس ورکړى دى او دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو  ميړانه ، زړورتيا او اتلولي وه چې نن بهرنيو قوتونو ددې مجال پيداکړ چې په افغانستان کې دجګړې دروند پيټۍ ددې هيواد دبچيانو په اوږو کيږدي .
دهرات له ولايت څخه احمد طارق  دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل دهغو بهرنيو قوتونو چې په څوکلونوکې يې د ډار اچونې پرخلاف جګړه کې زموږ له خلکو سره مرسته وکړه قدرداني  کوم او له دې امله چې امنيتي منسوبينو دهيواد ددفاع او دخلکو دسراو مال دامنيت دساتنې ځواکمني ترلاسه کړې ده ، وياړم .
ده دهيواد له مشرانو  څخه وغوښتل چې دامنيتي ځواکونو د اړتياو په لرې کولو کې هلې ځلې وکړي او دهيواد دهوايي قوتونو په پياوړتيا کې هم جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دغه راز  يوزيات شمير خلکو له باختراژانس سره په اړيکه کې  افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې د بهير دبشپړيدو هرکلي وکړ او دغه پيښه يې دخپل هيواد  دځمکني  بشپړتيا او خپلواکۍ دساتنې لپاره دافغانستان دخلکو د هوډ او ارادې ثبوت وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته