افغانستان داسيا دبنسټيزې پانګې اچونې بانک غړيتوب ترلاسه کړ .

کابل باختر د وري پنځمه :
افغانستان داسيا دبنسټيزې پانګې اچونې دبانک غړيتوب ترلاسه کړ .
دماليې وزيراکليل حکيمي  دچين په پيکينګ ښار کې داسيا دبنسټيزې پانګې اچونې بانک له رييس چين ليقون سره وکتل .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته   خبر ورکړ.  په دې کتنه کې له افغانستان سره ددغه بانک دهمکاريو ، دانرژۍ او اوبو او د اوسپنې پټلۍ دپروژو د مالي تمويلولو دنويو فرصتونو اولومړيتوبونو دتثبيتولو  په خاطر افغانستان ته ددغه بانک  درييس او تخنيکي  ټيم دسفر او دعلاقې وړ   نورو موضوعګانوپه باب خبرې اترې وشوې .
چين ته په دې سفر کې دماليې وزير وکولاى شول چې ددغه بانک  غړيتوب ترلاسه کړي او دماليې وزير  داسيا دبنسټيزې  پانګې اچونې بانک له مشرتابه  هيئت څخه په دغه  بانک کې  دافغانستان دغړيتوب  په خاطر مننه او قدرداني وکړه .
ديادونې وړ ده چې په دغه بانک کې دافغانستان غړيتوب  به دافغانستان  داقتصادي  ګړندي ودې او پرمختيا  لپاره دهمکاري نوې فصل پرانيزي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته