امنیت

افغانستان ته د ناتو د نويو عسکرو استول

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د ناتو غړو هېوادونو پرون اعلام وکړ چې افغانستان ته د نويو عسکرو د استولو په باب د واشنګټن د پريکړې په اړوند د تصميم نيولو لپاره يوه مياشت وخت ته اړتيا لري.
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
د ناتو غړو هېوادونو د البانيا په پايتخت په يوه غونډه کې اعلام وکړ چې افغانستان ته د نويو عسکرو د استولو لپاره يوه مياشت وخت ته اړتيا لري.
دغه تصميم په داسې حال کې ونيول شو چې څه موده مخکې د امريکا د دفاع وزير د ناتو د غړو هېوادونو له مسوولينو څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د ماموريت لپاره د برياليتوب په خاطر بايد چمتو شي، که نه نو ډار اچوونکي ډلې ځواکمنې کيږي .
ده د ناتو له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د ځواکونو په زياتوالي د دغو ظرفيتونو يوه برخه ده .
د ناتو د ځواکونو عمومي قوماندان په دې غونډه کې وويل: هيله کيږي چې د ناتو تړون ټول غړي هېوادونه دې د روان کال د اکټوبر د مياشتې تر پاى پورې د پوځي کميسيون له راتلوونکې غونډې مخکې افغانستان ته د خپلو عسکرو د استولو په باب خپل تصميم په ډاګه کړي.
د ناتو مقاماتو پخوا ويلي و چې د دغه تړون پنځلسو هېوادونو افغانستان ته د زياتو عسکرو د استولو لپاره تيارى څرګند کړى دى، خو د دغو عسکرو دقيق شمېر تر اوسه پورې معلوم نه دى .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته