سیاست

افغانستان ته دزياتو پوځي تجهيزاتو دتامينولو لپاره دهند هوډ .

-نوي ډيلي  باختر  دوږي  څوارلسمه :
  دهند صدراعظم هندوستان ته دسفر لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ته په بيا بلنې سره اعلام وکړ چې نوي ډهلي به دافغانستان دپوځي تجهيزاتو په تامينولو کې زياته ونډه او رول په غاړه واخلي .
دايران ددولتي خبري اژانس دخبر له مخې نرندرا مودي بنګله ديش ته دسفر په بهير کې وويل چې زياتې  اسانتياوې  دافغانستان دامنيتي  او پوځي ځواکونو په واک کې ورکوي او ددغه هېواد دامنيت په تامينولو کې به زياته ونډه واخلي .
ددغه خبر له مخې  دهند صدراعظم  چې پخوايې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت له ډيرې سترې تاريخي ودانۍ  ستور څخه   دګټې اخستنې په مراسمو کې دويديو کنفرانس له لارې اشرف غني ته نوې ډيلي  ته دسفر بلنه ورکړې وه  داځلې يې هم  خپله  بلنه تکرار کړه او ويې ويل چې په دې سفر کې دافغانستان له جمهور رييس محمد اشرف غني سره افغانستان ته دزياتو پوځي تجهيزاتو دتامينولو په باره کې خبرې کوي .
هند په تيرو يوکال کې دافغانستان داړتياوړ پوځي تجهيزات په تيره بيا ددغه هېواد دهوايي پوځ تجهيزات تامين  کړي دي او ټاکل شوې ده چې څلور نور پوځي هليکوپترونه دافغانستان داردو په واک کې ورکړي .
نوي ډيلي پخوا درې پوځي هليکوپترونه دکابل په واک کې ورکړي و او په پوځي مرستو سربيره په عمراني برخه کې يې  هم له افغانستان سره اساسي مرستې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته