سیاست

افغانستان به په کورني جګړه کې ښکيل نه شي

١-کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
افغانستان به دبهرنيوځواکونو له وتلو وروسته  دکورني جګړو شاهده  به نه وي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دناټو ملکي استازي سايمن ګيس  خبريالانو ته وويل:  افغانستان به له ٢٠١٤ ميلادي  وروسته او افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو له ليږدونې وروسته دکورني جګړې په لور لاړ نه شي .
دافغانستان امنيتي ځواکونه کولاي شي په هيواد کې ثبات او امنيت تامين کړي اودهر راز اړو دوړ او نااراميو مخه به ونيسي .
ده زياته کړه: دکورني جګړې دپيل لپار ه هيڅ زمينه نشته .
سايمن ګيس خبرداري  ورکوي  که چيري ګاونډي هيوادونه وغواړي په افغانستان کې  کورني جګړې ته لمن ووهي دهغه لمبي به هغوى ته ورسيږي.
ده زياته  کړه طالبان نه شي کولاي بيا واک ته ورسيږي هغوى بايد دافغانستان اساسي قانون ومني  اوسولې او خبرو ته مخه وکړي او دافغانستان په بيارغاونه کې  ګډون وکړي .
سايمن ګيس  په نږدي راتلوونکي کې له خپل مقام څخه ګوښه کيږي او ځاى به يې هالندي ديپلومات موري سيو نخ ونيسي .       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته