کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
افغانستان به د نړيوال امنيت سازمان دسوله ساتو ځواکونو په چوکات کې ځواکونه واستوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دفتر رسنيو ته ويلي دي چې دافغانستان يو شمير امنيتي ځواکونه به دملګروملتو سازمان دسوله ساتوځواکونو په چوکات کې د دندو دترسره کولو په مقصد ځواکونه واستوي.
دافغانستان دملي امنيت شورا چې پرون يې دملګرو ملتو دماموريت لپاره ددغو ځواکونو له استولو سره موافقه وکړه چې ددغو ځواکونو داستولو نيټه او وخت او دماموريت دځاى په باب څه نه دي ويل شوي .
دملګرو ملتو سازمان سوله ساتي ځواکونه له سرتيرو ،افسرانو ، پوليسو او له ملکي ځواکونو څخه جوړ شوي دي چې دملګرو ملتو دسازمان له خوا په نړيواله ټولنه کې دسولې او امنيت دساتلو ماموريت په غاړه لري.
1 1 دقیقه لوستل