افغانستان او ډنمارک د اوږد مهالو همکاریو موافقه لیک لاسلیک کړ

 

حامدکرزي: د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیک له افغانستان سره د همکاری په لاره کې یو تاریخي او مهم پرمختګ دی

د ډنمارک صدراعظمه: ډنمارک به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي او د ډنمارک صدراعظمې میرمن هلې تورننیګ اشمیت، په سیمه ایز وخت پرون غرمه په کوپنهاګن کې د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیک لاس لیک کړ.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

د اوږدمهالو همکاریو د موافقه لیک له لاس لیک او د دواړو هیوادونو د هيئتونو ترمنځ له کتنې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي اود ډنمارک صدراعظمې میرمن هلې تورننیګ اشمیت په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ او د لاس لیک شوي سند په اړه یې د رسنیو استازو ته معلومات ورکړل.

د ډنمارک صدراعظمې وویل چې د دغه موافقه لیک لاس لیک، دافغانستان پر وړاندې د ډنمارک د اوږدمهالې ژمنې نښه نښانه ده او د افغانستان خلکو ته څرګند پیغام ورکوي چې ډنمارک به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 دې وویل: د اوږد مهالو همکاریو د موافقه لیک له مخې به ډنمارک له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د ډنمارک پوځي رول افغان امنیتي ځواکونو ته د یو پراخ پروګرام له لارې د روزنې، مشورې او تمویل پر رول بدل شي او زموږ ډیره پاملرنه به د افغانستان  پر ملکی انکشاف متمرکزه شي.

دې، په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو په برخه کې پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل که څه هم په دې برخه کې برياليتوبونه شته خو له دغو لاس ته راوړنو څخه باید حفاظت وشي.

حامدکرزي، د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیک له افغانستان سره د همکاری په لاره کې یو تاریخي او مهم پرمختګ وباله، او ډاډ یې څرګند کړ چې افغانستان به هڅه وکړي چې پرشویو ژمنو باندې  په بشپړه توګه عمل وکړي او په دغه موافقه لیک کې له ژمنه شویو مرستو او همکاریو څخه په  داسې ډول استفاده وکړي چې مطلوبې نتیجې ورڅخه ترلاسه شي.

ددغه موافقه لیک له مخې دواړه هیوادونه په سیاسي، اقتصادي، پرمختیایي، حکومتوالی، د قانون د واکمنۍ، په سیمه ئیزو او د کډوالی په برخوکې د اوږد مهالو همکاریوپه دوام ژمن دي.

د دغه سند پر بنسټ، د ډنمارک دولت په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دغه هیواد د سولې د عالي شورا د هڅو ملاتړ کوي او دواړه لوري په دې باندې ټینګار کوي چې دغه سیاسي بهیر باید د بشري حقونو د نورمونو او د ښځو د حقونو د ضمانت په ګډون، د افغانانو په مشری او مالکیت او د افغانستان د اساسي قانون په پام کې نیولو سره پرمخ لاړشي.

د دغه موافقه لیک له مخې دواړه لوري د افغان امنیتي ځواکونو پر مسلکي والي او پیاوړتیا باندې ټینګار کوي او ډنمارک به په دې لاره کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د دې سند له مخې، د ډنمارک دولت له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته او د بدلون په لسیزه کې له افغانستان سره د پرمختیایي مرستې په برابرولو ژمن دی.

د ډنمارک دولت په دغه سند کې ژمنه کړې چې د خپلې مرستې په سلوکې پنځوس به د افغانستان د ملي بودجې له لارې ولګوي.

د یادونې وړ ده چې ډنمارک ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې به له افغانستان سره په کال کې دسلومليونو ډالرو مرسته وکړي.

افغانستان تراوسه پوری د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، ایټالیا، آلمان، فرانسې، ناروې، هند، فنلند او د ډنمارک له هیوادونو سره د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیکونه لاس لیک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته