اقتصاد

افغانستان او ايران د اقتصادي او تجارتي اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د افغانستان او ايران ترمنځ د اقتصادي او تجارتي پراختيا لارې چارې نن په يوه ګډه غونډه کې وڅيړل شوې.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغونډې په پيل کې په کابل کې د ايران سفارت د سوداګرۍ د برخې مسوول رضا کريم زاده وويل: د ايران شپاړلس کسيزه تجارتي هيئت کابل ته راغلى دى چې د ايراني سوداګرو د پانګې اچونې د حالت په باب له افغاني مقاماتو سره خبرې اترې وکړي او اوس په ايران کې افغاني سوداګرو ته د پانګې اچونې ښې زمينې برابرې شوې دي.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت مرستيال محمد توفيق داوري په خپلو خبروکې وويل: همدا اوس له ايران څخه د افغانستان واردات 1.7 ملياردو افغانيو ته او زموږ صادرات 50 مليونه ډالره دى.
د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې د پانګې اچونې د هڅولو د ادارې مرستيال ابراهيم شمس وويل: دغه اداره چمتو ده ايراني سوداګرو ته د انفرادي او ګډې پانګې اچونې زمينې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته