سیاست

افغانستان اوعربي متحده اماراتو، داوږدمهال مشارکت او همکاري سندلاسليک کړ

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  محمد اشرف غني  او دعربي متحده اماراتو  صدراعظم او ددوبۍ امير والاحضرت شيخ  محمد بن راشد آل مکتوم دافغانستان  او دعربي متحده اماراتو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په هغې کتنه کې چې  دافغانستان جمهور رييس  پرون غرمه  دعربي متحده اماراتو له صدراعظم سره  په دوبۍ  ښار کې  وکړه ، والاحضرت  شيخ محمد بن راشد آل مکتوم  ژمنه وکړه چې هيوادبه يې  دافغانستان دحکومتي مسوولينو دظرفيت  دلوړولو په برخه کې  همکاري وکړي .
ده په افغانستان کې دپانګونې او دزياتو اقتصادي فعاليتونو په خاطر دعربي متحده اماراتو  علاقمندي څرګنده کړه  او ويې ويل  چې عربي متحده امارات  به په راتلوونکې مياشت کې  دنړۍ داتيا هيوادونوپه ګډون  دحکومتوالۍ په خاطر ديو کنفرانس  کوربه توب وکړي  او دافغانستان دولت ته يې بلنه ورکړه  چې په دې کنفرانس کې  ګډون وکړي .
دجمهور رييس غني او دعربي متحده اماراتو دصدراعظم او ددواړو هيوادونو دجکپوړو هيئتونو   دخبرو له ترسره کيدو وروسته ، دافغانستان  او دعربي متحده اماراتو ترمنځ  داوږدمهالو همکاريو او مشارکت سند ، دجمهور رييس غني او دعربي متحده اماراتو دصدراعظم  والاحضرت  شيخ محمد بن راشد آل مکتوم  په وړاندې ،  دافغانستان دملي امنيت سلاکار  محمد حنيف اتمر او دعربي متحده اماراتو په بهرنيو چارو کې ددولت دوزير انور محمد قرقاش  له خوا لاسليک شو .
ددغه سند له مخې : دواړه دولتونه  ددولتونو دواکمني  دمتقابل درناوى او په سياسي  ، امنيتي ، اقتصادي ، فرهنګي ، حکومتوالي  او دقانون  دواکمني په برخه کې  دګډو ګټو پربنسټ  داوږدمهال مشارکت  او دوستي لپاره  ژمن شول .
دغه راز  دعربي متحده اماراتو دولت  دسولې دبين الافغاني خبرو له بهير او عادي ژوندانه ته  دوسله والو مخالفينو دستنيدو له بهير سره  خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه يې وکړه  چې په افغانستان کې دسولي دبهير دپيلولو او ساتنې  لپاره  دلازمو شرايطو په برابرولو کې  همکاري وکړي .
ددغه سند له مخې : دواړه لورې  دامنيت ، دملکي وګړو  دسردساتنې او له تروريزم سره  دمبارزې په برخو کې همکاري کوي . او دامنيتي بنسټونو دظرفيت دلوړولو په برخو کې  خپلې تجربې  شريکوي .
دغه راز  دواړه  لوري به  دافغانستان دملي پوليسو  دځواکمن کولو ، دادارې داصلاح له لارې له اداري فساد سره دمبارزې  او دقانون  دتنفيذ په لاره کې  کار وکړي .
  ددواړو هيوادونو دولتونه به  دقوي خصوصي برخې دهڅونې ، دسوداګرۍ او پانګونې دودې ، دشغلې فرصتونو دبرابرولو ، دکليو دپراختيا ، بديل ژوندانه ،  دترانسپورت داساسي بنسټونو دپراختيا ،  دنجونو او هلکانو دتعليم دلوړولو اودسيمه ئيزې  همکاري اوهمغږۍ په برخه کې کار وکړي .
  په فرهنګي برخه کې  دواړه لوري به  دافغانستان دفرهنګي ميراثونو دساتنې ،  دمدني خدمتونو دلوړولو ،  تعليمي پروګرامونو ، ددواړو هيوادونو ترمنځ دزياتو ترانسپورتي اړيکو او ددواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دمستقيمو اړيکو دټينګښت په لاره کې ، همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته