افغانان د مینې خلک دي؛ نو مینه ورکړئ، چې مینه ووینئ.

تبصره

د وطن او وطنوالو مینه زوروره ده او له همدې امله کلونه کلونه کیږي افغانان قرباني ورکوي او له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په لاره کې سرونه قربانوي.

افغانانو ته له خپلو دیني او افغاني ارزښتونو او د افغانستان له خلکو بل هېڅ څوک هم مهم نه دي او د خپل وطنوال د سر یو تار ویښته د ډېرو هېوادونو په ټوله خاوره، خلکو، ارزښتونو او قیمتي اثارو نه ورکوي او افغانانو په خپل تېر تاریخ کې دا ثابته کړې ده.

افغانانو د خپل عزت د ساتلو لپاره داسې قربانۍ ورکړي، چې ان نورو هېوادونه یې هم ګټه پورته کړې او داسې په سپین سترګۍ یې پورته کړې، چې نن بېرته د افغانستان او افغانانو کمه وایي او بد یې غواړي.

که چېرې د شلمې پېړۍ په پای کې افغان مجاهدینو د شوروي اتحاد د مخکې تګ مخه نه وای نیولې، نو نن به ډېرو نورو هېوادونو هم د یاد اتحاد تر اشغال لاندې شپې او ورځې تېرولې او ممکن ان ریښې یې هم له منځه تللې وای.

یوه مشهوره معقوله ده، چې وایي (هر چاته خپل وطن کشمیر دی) او د همدې معقولې پر اساس افغانانو ته هم خپل وطن تر بل هر چا او هر ځای غوره دی او په دې اساس له خپلې خاورې سره بې درېغه مینه کوي.

دغه راز افغانان یو بل ښه خوی دا هم لري، چې تر څو و نه ځورول شي، چاته بد نه رسوي او تل هڅه کوي د انسانانو ترمنځ مینه وشیندي، خو که چېرې په تنګ شي نو بیا جنګ هم کوي او ښه په نره یې کوي.

نو له همدې امله ځینې هېوادونو ته په کار ده، چې خپلې ملي ګټې ډېر په احتیاط وپالي او افغانستان سره اړیکې او روابط ډېر په احتیاط پر مخ بوځي او ډیپلوماتیکو اصولو سره سمې برابرې کړي.

افغانان د مینې خلک دي؛ نو مینه ورکړئ، چې مینه ووینئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته