افغانانو یو ځل بیا هېواد ته د اتلولۍ لوړ نوم ور په برخه کړ

٥٣-کابل باختر د وري  اتمه :
افغانې پېلوټې ښایسته واعظ لومړۍ افغانه او لومړۍ کم عمره مېرمن ده چې د نړۍ په ګرد چاپیر يې هوايي سفر بشپړ او د امریکا د هوايي او فضايي ملي موزیم کلنۍ جایزه یې تر لاسه کړه.
داجراييه رياست   مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ .
اغلې واعظ چې دغه سفر يې په یو ماشین لرونکې الوتکه کې له ۲۰۱۷ کال د مې په ۱۳مه نېټه د متحده ایالاتو د ډیټونا ساحل له نړیوال هوايی ډګر څخه پېل او د همدې کال د اکتوبر په ۴مه نېټه بېرته دغه  هوايي ډګر ته په رسېدو پای ته ورساوه.
ښایسته واعظ له دوه ویشتو هېوادونو څخه په تېریدو سره ۲۴۸۰۰ کیلو مټره واټن  په ۱۷۶ ساعتونو الوتنې سره  و وهله، نوموړې همدا رنګه د امریکا د هوايي Hawaii جزیرې د هونولولو  Honolulu څخه د کلیفورنیا  California تر اکلینډ Auckland پورې د پرواز ریکارډ ثبث کړ.
د ښایسته واعظ د دغې لویې بریا او بریالي سفر مبارکې خپله اغلې واعظ، د هغې درنې کورنۍ او د هېواد ټولو ځوانانو ته د زړه له کومي وړاندې کوم او آغلې ته د الله تعالی له دربار څخه د لا بریاوو هيله کوم.پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته