کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
د کورنيو چارو وزارت دپوليسو دچارو دلوى رياست دښاري انضباط دقطعې دوه پنځوسو تنو افسرانو او ساتنمنانو ددغې قوماندانۍ په قرارګاه کې دبشرد حقوقو او دقانون دواکمنۍ له درې ورځنۍ سيمينار وروسته ديوې غونډې په ترڅ کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دغونډې په پيل کې دکورنيو چارو وزارت دجندر ، دبشرد حقوقو او ماشومانو درياست مرستيال سمونوال سيد عمر صبور د دغه وزارت په جزتامونو او قطعاتو کې د بشر دحقوقو او دقانون دواکمنۍ دسيمينارونو جوړول ارزښتناک وبلل او زياته يې کړه ، سره له دې چې دښاري انظباط پوليس په سوځنده لمر او دژمې په سړې هوا کې دکابل ښار په څلور لارې کې خپلې دندې په ميړانې او سرښندنې سره ترسره کوي بايد له ملي او نړيوالو قوانينو سره هم بلدتيا ولري چې دخلکو په وړاندې قانونې چلند وکړي.
وروسته دکابل ښار دښاري انظباط دقطعې قوماندان سمونوال جنت ګل اورياخيل په خپله اړونده قطعه کې دبشردحقوقو دسيمينار دجوړولو له امله د جندر او دبشر دحقوقو درياست له همکارۍ څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دښاري انظباط پوليس دپوليسو د وسايطو او پرسونل دکنترول او دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه او افسرانو د درناوى په مقصد دکابل ښار په کليدي څلور لارو کې موظف دي .
په دې سيمينار کې دبشردحقوقو ، د ځورونې دبندولو او دښځو پرخلاف
دتاوتريخوالي دقانون دمفهوم په باب دجندر ، د بشر دحقوقو او دماشومانو درياست دښوونکو له خوا د دريو ورځو لپاره دکابل ښار دښاري انظباط دقطعې افسرانو او ساتنمنانو ته لوست ورکړ شو.
په پاى کې دسيمينار په برخه والو تصديق ليکونه د اړوندو چارواکو له خوا وويشل شول.
1 1 دقیقه لوستل