سیاست

افراسياب خټک : پاکستان افغانستان ته طالبان صادروي .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
له هغه وروسته چې پاکستاني رسنيو افغانستان ته ددغه هېواد دصادراتو په
سلوکې  د ٢٧ کمښت خبر ورکړ ، دپاکستان يوه ملي  پال سياستوال په کنيې سره  وويل چې موږ افغانستان ته دتجارتي صادراتو دکمښت په بدل کې دغه هېواد ته دطالبانو صادرات زيات کړي دي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، په دې وروستيو وختو کې  پاکستاني رسنيو افغانستان ته ددغه هېواد دصادراتو  په سلوکې  د ٢٧ کمښت خبر ورکړ او دا يې دپاکستان لپاره په سيمه ئيزو اړيکو اوله ګاونډيو  هيوادونوسره دسوداګرۍ  دزياتوالي په مفکوره کې يوه ماتې تعبير کړه .
پاکستاني رسنيو په خپله اعتراف  کړى دى چې ددغه  هېواد واکمنانو دافغانستان په وړاندې ديوه ناوړه چلند په غوره کولو سره په عملي توګه دغه هېواد له ځان څخه خوا بدې کړى دى په داسې ډول چې آن افغانستان دې ته حاضر نه دى چې دپاکستان ارزان مالونه هم وپيري .
دپاکستان ملي پال سياستوال  افراسياب  خټک  دپاکستاني رسنيو ددغو څرګندونو په غبرګوکې  ويلي دي چې زموږ دهېواد مقاماتو ته لاتراوسه پورې هم افغانستان ته دتجارتي مالونو دصادراتو اوله افغانستان سره داقتصادي  همکاريو دورې پرځاى دغه هېواد ته دطالبانو صادرول يو لومړيتوب  دى، زموږ مقامات دې ته اړتيا لري چې يوڅه نه يو څه افغانستان ته صادر کړي په اوس وخت کې موږ افغانستان ته دطالبانو په صادرولو لګيا يو .
دافراسياب  خټک دڅرګندونوله مخې، افغانستان ته  دطالبانو صادرول ، دپاکستان حکومت يو لومړيتوب دى .
په همدې  دليل   دى چې له افغانستان سره په پولو کې زموږ ګمرکي  عوايد کم شوي دي خو دطالبانو په صادراتو اوسوداګرۍ  کې زموږ دزياترو سياستوالو او پوځيانو جيبونو ته زياتې پيسې ورغلې دي
ده ټينګار کړى دى  تر هغه وخته پورې چې په پاکستان کې  واکمن پوځيان اوسياستوال له خپلې ګټورې  سوداګرۍ څخه چې هماغه افغانستان ته دطالبانو صادرول دي  لاس په سرنه شي  دپاکستان  خلک ددغې سوداګرۍ زيانمنونکي پيټې ءپه اوږو اخلي .
  دافراسياب  په خبره ، پاکستاني  مقاماتو په طالبانوله ګټورې  سوداګرۍ څخه لاس نه دى  اخستي او ددغه شان حالت په دوام سره به دپاکستان دخلکو ستونزې لاپسې زياتې شي او په پاکستان او دهغه په خلکو دسيمې   دهېوادونو بې باوري  زياتوالى ومومي .
يوازې افراسياب  خټک نه دى چې له طالبانو سره دپاکستاني پوځيانو اوسياستوالو داړيکو او په دغې  ډلې ددغه هېواد داستخباراتو دپانګونې  خبرې کوي  څه موده مخکې په امريکادپاکستان پخواني  سفير حسن حقاني دخپل هېواد له مقاماتو څخه دطالبانو له ډلې سره دپاکستان دملاتړ دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه .
دغه راز دعوامي نشنل پارتي ګوند درييس په ګډون دپاکستان نوروسياستوالو په افغانستان کې ددغه هېواد په کړنو او له ډار اچوونکو ډلو سره په ملاتړ نيوکې کړي دي .
له ډار اچوونکو ډلو سره دپاکستان ملاتړ دومره پربنډ او مشهود دى چې څومره  چې ددغه هېوادمقامات  وايي چې له دغو ډلو سره سر اوکار نه لري څوک باور نه کوي .
  لکه څنګه چې څه موده مخکې  په امريکا دپاکستان سفير اعزار احمد چوهدري  په واشنګتن کې په يوه  غونډه کې کله چې يې وويل پاکستان د ډار اچوونکو ملاتړ نه کوي  برخه وال په خندا شول او سفير دخپلو خبرو دغه شان ځواب ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته