کابل باختر د غويي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان پخواني جمهور ريېس حامد کرزي په کابل، ننګرهار او قندهار کې ننني تروریستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
پخواني جمهور ریېس دغه بریدونه چې د خبریالانو، ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر ګران هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار، بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بولي اوپه کلکو ټکو یې غندنه کوي.
حامد کرزى د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب د یادو پېښو د قربانیانو
کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له در باره شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه کوي. پاى_ ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ