کابل باختر د غويي د مياشتې ٢٩ مه
په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د تروریستیو پېښو په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه!
جنایتکارو تروریستانو یو ځل بیا په کابل او ننګرهار کې بشري جنایت ترسره او زموږ یوشمېرملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړل.
پر ملکي وګړو،جوماتونواولمونځ کوونکو، ملي او ولسواکو بهیرونو او خبریالانو برید څرګند جنګي جنایت دی.
د تروریستانو دغه اقدام د اسلامي او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی.
په خواشینۍ سره د کابل په نننۍ تروریستي پېښه کې د هېواد د رسینو یو شمېر خبریالان هم شهیدان او ټپیان شول.
د وینا ازادي د خلکو او حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، په ټول توان به د دغې لاسته راوړنې او ارزښت ساتنه وشي.
جمهور ریېس غني پر ملکي وګړو او خبریالانو برید نه بښونکی جنایت وباله، د وینا ازادۍ او د رسنیو ازاد فعالیت ارزښت ته په کتو یې د رسنیو ګډې کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو خبریالانو د ملاتړ اوهغوی ته د رسېدنې د څرنګوالي په برخه کې اقدام وشي.
همداراز جمهور ریېس د نننۍ تروریستي پېښو ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته پر عاجلې رسیدګۍ ټینګار وکړ.
هغه د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.پاى_ ذکرالله