کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د چین، افغانستان او پاکستان ګډه مطبوعاتي اعلامیه
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانسان او پاکستان په بلنه د روان لمریز کال په ۳مه او ۴مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت څخه لیدنه وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې درې واړو لوریو په افغانستان او پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل او په دغو پیښو کې وژل شویو او زیانمنو شویو کسانو ته يې خپل د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل. همدا راز درې واړو لوریو په افغانستان کې د روانو حالاتو، د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د چین-افغانستان-پاکستان په درې اړخیزو همکاریو خپل نظریات تبادله او په لاندې ډول هوکړې ته ورسیدل:
۱_ درې واړه لوري د سیمې سولې او ثبات ټینګولو، د سیمه ایزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړي کولو او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمن دي.
۲ _ افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، متقابل سیاسي باور پیاوړي کولو، د ترهګرۍ سره د مبارزې او په ګډه د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په ګډون په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ته لیوال دي.
۳ . افغانستان او پاکستان د بحران د مخنیوي په موخه د بحران
مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي چې په وخت او اغیزمن استخباراتي معلوماتو شریکول او نور دوه اړخیز هوکړه شوې اقدامات په بر کې نیسي. دغه میکانیزم به د ډیالوګ او سلا مشورو له لارې د خرابو حالاتو د مخنیوي په موخه چې ښايي په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه وکړي، د مناسبې حل لارې په پام کې نیولو سره دواړه لوري د ترهګري په وړاندې د مبارزې او نورو بیړنیو حالاتو کې د اغیزمن او پر وخت ارتباطاتو د ټینګولو جوګه کړي. چینايي لوري به د دغه میکانیزم ملاتړ وکړي.
۴ _ درې واړه لوري د دوه اړخیزو ګټو د موضوعاتو په برخه کې د مرستې په موخه چې پر اقتصادي همکاریو پیل کېږي، د چین – افغانستان – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ میکانیزم رامنځ ته کولو هوکړه کوي.
۵ _ درې واړه لوري په دې باور دي چې سوله او پخلاینه د افغانستان د ستونزو لپاره بنسټیزه حل لاره ده چې د تاوتریخوالي وسیلو په واسطه نه شې حل کېدای.
چین او پاکستان د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د پخلاینې پروسې ملاتړ کوي او دې ته چمتو دي چې د دغه پروسې د پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.
درې واړو لوري په افغاني طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.
۶ _ درې واړه لوري په دې باور دي چې د همغږۍ څلور اړخیزه ډله باید بیا احیا شي څو د سولي خبرو اترو او له دغه پروسې سره د طالبانو د یوځای کیدلو لپاره وړ چاپیریال رامنځ ته کړي.
۷ _ درې واړه لوري د کابل پروسې د نوښت ملاتړ کوي او لدې سره هم نظره دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان- د افغانستان د تماس ډله باید ژر تر ژره بیا په کار پیل وکړي څو د افغان پخلاینې پروسې مخ بیولو کې رغنده رول ولوبوي.
1 2 دقیقې لوستل