کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو د نيټې د اعلام په باب د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون اعلاميه !
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو د نيټې اعلام چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا د ١٣٩٧ هجري کال د چنګاښ د مياشتې په ١٦نيټه ټاکل شوې ده، هرکلى کوي.
دغه کميسيون هلې ځلې کوي چې د شفافو او سراسري انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ښه زمينه برابره کړي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په دې لاره کې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کوي.
دغه راز هيله کيږي چې حکومت د بودجې او د رايې ورکوونکو د امنيت په ګډون لازم امکانات تامين کړي.
د قانون له مخې، دانتخاباتي شکايتونوکميسيون په پرله پسې توګه د انتخاباتوپه بهيرکې د حکومت او اړوندو بنسټونو کارونه ترنظر لاندې لري او د هغوى د سرغړونو په برخه کې به مسوولانه چلند وکړي.
د انتخاباتي شکايتونوکميسيون د انتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه هم په انتخاباتي بهيرونوکې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي چې زموږګرانو هېوادوالو ته د سراسري او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو زمينه برابره شي .
1 1 دقیقه لوستل