کابل باختردتلي شپږويشتمه
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ابلاغيه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتوب له فرصت څخه په استفادې سره دمحرم الحرم دمياشتې او دعاشورا دلسمې درارسيدو له امله دافغانستان ملت او دنړۍ ټول مسلمه امت ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي اوله رسنيو څخه غواړي چې ددغې لسيزې حرمت دې په پام کې ونيسي او خپرونې وکړي .
ځکه دمحرم دلسيزې اساسي فلسفه دټولنې اصلاح کول او په معروف امر او له منګر څخه ډډې کول دي .
ماتم لرونکي دې هم بايد دغه شان وکړي چې دنورو دانديښنې سببونه برابر نه کړي
دامام حسين ( رض ) پاڅون ديزيد دنظام پرخلاف دعدالت ،ازادي غوښتنې او وګړني پاڅون و .
دغه ستر شخصيت داسلام په ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) دومره ګران و چې فرمايلي يې دي ((حسين زما او زه دحسين يم )) هيله لرو چې دتصويري اوريدونکو او چاپي په ګډون ټولې رسنۍ ددغو ورځو دحرمت او فضيلت په پام کې نيولو سره خپلې خپرونې عيارې کړي .
1 1 دقیقه لوستل