سیاستخبرونهامنیت

اعلاميه

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
په کابل کې د څرخي پله د جيل پر ډاکترانو د تروريستي بريد په اړه د ملي روغې جوړې دعالي شورا اعلاميه.
په ژورې خواشينې سره مو خبر ترلاسه کړ چې تروريستانو يوځل بيا جنايت وکړ او د څرخې پله په جيل کې يوشمېر موظف ډاکتران يې شهيدان کړل.
پر ملکيانو په تېره بيا په روغتيايي کارکوونکو بريد جنګي جنايت او د بشريت پرخلاف جنايت او د ټولو اسلامي اخلاقي او انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف دي.
دغه شان ډارن بريدونه د افغانستان د سولې، ارامۍ او آبادۍ د دښمنانو کار دى او د دغه شان جنايتونو عاملان نه بخښو او نه يې هيروو.
د کابل ښار په اوومه ناحيه کې د نننۍ پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت هيله کوو او د شهيدانو له کورنيو او خپلوانو او د هېواد طبي ټولنې ته خواخوږي اوغمشريکي څرګندوو.
پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته