فرهنګ

اعلاميه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢١مه:
د افغانستان د رسنيو ګډه اعلاميه
پر رسنيو هر ډول بريد جنګي جنايت شمېرل کيږي
طالبانو په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې (يک او طلوع ټلويزيونونو) ته د پوځي موخو او دښمن خطاب کړى او د دغو دواړو رسنيو دفترونه او ټول همکاران يې پر مرګ او بريد ګواښلي دي.
رسنۍ، رسنيز فعالين او په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو ملاتړي او صنفي بنسټونه دا ګواښ په دوو رسنيو پورې محدود نه بولي، بلکې دا د افغانستان د ټولو رسنيو کور او د بيان آزادۍ ته چې تېرې يوې نيمې لسيزې ستره لاسته راوړنه ده؛ ګواښ بولي.
موږ باور لرو چې د افغانستان خلک دا انتظار لري چې د افغانستان رسنۍ تاوتريخوالي او ګواښ ته سر نه ټيټوي او د خبر رسولو په برخه کې خپل مسووليتونه پر ژمنتيا او له منلو شويو معيارونو سره سم ادا کوي.
رسنۍ  د ښکېلو  جنګي اړخونو اړوندې نه دي، ملکي بنسټونه دي. په داسې حال کې  چې د رسنيو له کړنو د اعتراض لپاره هر ډول متعارفې يا دوديزې لارې شته، خو   هر ډول بريد ورباندې جنګي جنايت شمېرل کيږي.
موږ اعلاموو چې که چيرې طالبان د دغه ګواښ د عملي کولو لپاره عملي اقدام وکړي يا د دوى او بلې هر ډلې له خوا داسې ګواښونه دوام وکړي، په لومړي ګام کې به رسنۍ د هغوى خبرونه تحريم کړي او وروسته به نورتصميونه ونيول شي .
د افغانستان رسنيزه ټولنه د دموکراتيکو ارزښتونو او مسلکي معيارونو په اړه پرخپله  ژمنتيا ټينګارکوي او ځان د خبرونو او معلوماتو په خپراوي کې د مسلکي معيارونو  رعايت ته چې د بې پريتوب او تعادل اصل هم پکې دى، ژمن بولي.
موږ له افغان دولت او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونوڅخه غواړوچې د افغانستان له رسنيو او رسنيزو کارکوونکو څخه پراخ ملاتړ وکړي او د هغوى امنيت، خونديتوب او ساتنې ته لومړيتوب ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته