سیاست

اعلاميه

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
په مزارشريف ښارکې د وسله والو طالبانو د تروريستي بريد په اړوند د اجراييه رياست اعلاميه !
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې تروريستو طالبانو په مزارشريف ښارکې د دوست هېواد آلمان قونسلګرۍ ته څېرمه د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان او د ښځو، نارينه و او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رياست په داسې حال کې چې د هېواد په يو ډير امن ښارکې د مزدورو او تروريستو طالبانو دغه ديو خويه او غير اسلامي عمل په ډيرو سختو الفاظو سره غندي؛ شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله کوي.
اجراييه رياست څرګندوي چې تروريست طالبان په دغو تروريستي عملونو او د آرامو سيمو په نا امن کولو سره هيڅکله نشي کولاى د خلکو حکومت او د هېواد د وسله وال پوځ په عزم او هوډ او په تېره بيا د مزار شريف په شان ښارونوکې له تروريزم سره په مبارزه او د امنيت په تامينولوکې د دوى په عزم خلل وارد کړي.
اجراييه رييس ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کوي چې په غوڅه توګه تروريستان وځپي او په افغانستان کې د دوستو هېوادونو نمايندګيو ته لازم امنيت برابر کړي او له خلکو څخه غواړي چې په دغو نازکو شيبوکې دې خپله آرامي وساتي او د امنيت په تامينولو او د قربانيانو او ټپيانو په ليږدونه کې دې له امنيتي مسوولينو او روغتيايي کارکوونکو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته