امنیت

اعتصاب کوونکو بنديانو ددوى ددوسيو دڅيړنې دژمنې له ترلاسه کولو وروسته خپل اعتصاب پاى ته ورساوه .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې سرپلي بنديانو خپل اعتصاب پاى ته ورساوه .
دغو بنديانوچې څلور ورځې مخکې يې دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى وو نن خپل اعتصاب پاى ته ورساوه .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختر  اژانس خبريال ته وويل دسرپل يوشمير بنديانو چې دجوزجان ولايت په جيل کې شپې سبا کوي له څلورو ورځو راپديخوا  په اعتصاب  لاس پورې کړى و او ادعايې لرله  چې  ددوى دبند له مودې څخه يوه برخه تيره شوې ده او ځينې يې دجمهور رييس دبخښنې او تخفيف  په فرمان کې دشموليت مستحق دي . 
يوله دغو بنديانو څخه چې دنامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه ويې ويل: ددوى دبند يوه موده تيره شوې ده او دوى دمسوولينو دنه پاملرنې  او بې کفايتي په دليل په غير قانوني ډول په جيل کې ساتل کيږي .
ده زياته کړه چې له څو ورځو وروسته په پاى کې  د جوزجان دجيل مسوولينو له موږ سره ژمنه وکړه چې دوسيې يې څيړلې کيږي  که چيرې له دريو ورځو وروسته زموږ غوښتنوته پاملرنه ونه شي بيا به په اعتصاب لاس پورې کړو .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر زمان الدين حسيني وويل: که چيرې دغه بنديان دجمهور رييس  له نوي فرمان سره سم په بخښنه اويا تخفيف کې  شامل شي  دغه حکم به پرې تطبيق شي .
  همدا اوس اته سوه تنه بنديان دجوزجان ولايت په جيل کې شپې سبا کوي چې درې سوه تنه يې دسرپل له جيل څخه دغه جيل ته  ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته